د افغانستان په اړه د اوباما پریکړه د امریکا پر ماموریت منفي اغېز لري؟

یو لوړ پوړي امریکايي جنرال ویلي د ولسمشر بارک اوباما دا پریکړه به چې ۱۴۰۰ امریکايي سرتیري له افغانستانه وباسي دغلته د امریکا پر ماموریت منفي اغیز ونه کړي او د کار یوه برخه به له بهره ترسره شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي قومندې مشر جنرال جوسیف ووټل دا خبره د جمعې په ورځ کابل ته له رسېدو مخکې کړې ده.

دوه ورځې مخکې ولسمشر بارک اوباما د افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو په مهالویش کې بدلون اعلان کړ او ویې ویل چې د دې کال تر پایه به په افغانستان کې د پنځه نیم زرو سرتېرو پر ځای اته زره او څلور سوه سرتیري پریږدي.

د اوباما د دې اعلان وروسته په خپلې لومړۍ تبصرې کې جنرال جوسیف ووټل سره له دې چې ویې منله افغان امنیتي ځواکونو درانه تلفات ګاللي خو د افغانستان څخه یې دې کال کې د یو شمېر امریکايي سرتیرو د وتلو اغیز کم وباله.

د امریکا کانګرس ته د پنټاګون په یو وروستي راپور کې ویل شوي چې د تېرکال د نومبر د ۱۵ مې نېټې راهیسې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله ۲۷ په سلو کې زیاته شوې ده.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندې مشر له ده سره د ملګرو خبریالانو یوې وړې ډلې ته ویلي:

"د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو مسئله یوه اندېښنه ده چې موږ باید ورته توجه وکړو ."