د امریکا دالاس کې ۴ پولیس مامورین وژل شوي

امریکايي چارواکي په دالاس کې د پولیسو د څلورو مامورینو د وژل کېدو او څو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

دا کسان د هغو اعتراضونو په ترڅ کې پرون ناوخته په ډزو وژل شوي چې د پولیسو له خوا په دوو پېښو کې د دوو تورپوستو د وژل کېدو په خاطر راپورته شوي دي.

پولیسو په یوې خبر پاڼې کې ویلي چې یو مشکوک تن نیول شوی دی.

پولیسو همدارنګه ویلي چې د بمونو شنډونکي ډله یې د یوې مشکوکې خلتې په اړه څیړنې کوي.

دا مظاهرې وروسته له هغې پیل شوي چې یو تور پوستی په لوییزیانا او یو بل تورپوستی په مینه سوتا کې د پولیسو په ډزو ووژل شول.