ولسمشر غني او عبدالله عبدالله نن وارسا غونډه کې ګډون کوي

ټاکل شوې ده چې نن به افغان ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییسعبدالله عبدالله د ورسا په کنفرانس کې ګډون وکړي.

د ناټو د پوځي تړون د غړیو هېوادونو د مشرانو دا دوه ورځنۍ غونډه نن د پولینډ په پایتخت وارسا کې پیلېږي.

په دې کنفرانس کې به له ۲۰۱۶ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ پر ماموریت او تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه د ناټو د ملاتړ پر دوام بحث کېږي.

دې غونډې ته د ازادي راډیو استول شوی خبریال وايي، ټاکل شوې ده چې نن به په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت پر دوام خبر وشي.

دا ماموریت د ۲۰۱۵ میلادي کال په جنورۍ میاشت د افغان ځواکونو د روزنې او د دوی د ملاتړ په هدف پیل شو.