بوبرګډال یو ځل بیا مقدماتي محکمې ته حاضر شو

د امریکا د پوځ یو عسکر بوبرګډال چې په افغانستان کې له خپلې پوستې وتلی او طالبانو نیولی و، یو وار بیا مقدماتي محکمې ته حاضر شو.

د برګډال د پوځې محاکمې بشپړرسمي بهیر به په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پيل شي.

بو برګډال د دې لپاره چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د خپلو پوځي مشرانو له خبرتیا پرته، له پوستې وتلی و محاکمه کېږي.

مدافع وکیلانو د برګډال په لټه کې د عملیاتو پرمهال، د لوړ رتبه امریکايي چارواکو ترمنځ د پټو مکالمو غوښتنه کړې ده.

پر بوبرګډال له دندې د تېښتې او له دښمن سره د مقابلې په ډګر کې د غلط چلند تور دی.

برګډال ۵ کاله له طالبانو سره یرغمل و او وروسته په ګو انتنامو کې د طالبانو له یو شمېر بندیانو سره تبادله شو.

د دې تبادلې له امله د امریکا د ولسمشر بارک اوباما پر اداره سخت انتقادونه هم کېږي.