جرمني ایران ته د جاسوسۍ په تور یو پاکستانی وګړی نیولی

د جرمني حکومت یو پاکستانی وګړی ایران ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د جرمني فدرالي څارنوالۍ پرون پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا سړی سید مصطفی نومیږي او ۳۱ کلن دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوي وګړي له یوې جاسوسي ادارې سره ارتباط درلود چې له ایران سره تړلې وه خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.