شمالي کوریا وايي، د دې هېواد پر رهبرۍ د امریکا بندیزونه د جنګ له اعلان سره برابر اقدام دی.
په هغه خبرپاڼه کې چې پرون پنجشنبې د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس خپره کړه، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې د امریکا دې حرکت ته به سخت، متقابل ځواب ورکړي.
د امریکا خزانې وازرت روانه اونۍ د شمالي کوریا پر مشرکیم یونګ اون بندیزونه ولګول او په مستقیم ډول يې پر بشري حقونو په تېري تورن کړ.
د امریکا د خزانې وزارت د بندیزنو په لست کې د شمالي کوریا د حکومت د لسو نورو چارواکو نومونه هم شامل دي.
د خزانې وزارت د دې اقدام پراساس، که چېرې دا کسان په امریکا کې پانګه ولري کنګل کېږي او امریکايي وګړي له هغوی سره له تجارته منع دي.