ناټو له روسیې سره راتلونکې اوونۍ د مذاکرو دور پیلوي

ناټو تړون وايي، راتلونکې اوونۍ به له روسیې سره د مذاکرو نوی دور پيل کړي.

د ناټو مشران به د پولند په پلازمینه وارسا کې ترغونډې وروسته چې د اروپا په ختیځ کې د روسیې پر اقداماتو بحث کوي، له روسي چارواکو سره وګوري.

د ناټو عمومي منشي ینزستولتنبرګ پرون چهارشنبه وویل:

"داسې پرېکړه شوې چې د ناټو او روسیې شورا د جولای په دیارلسمه په بروکسل کې غونډه وکړي."

په دې غونډه کې به د ناټو د ۲۸ غړیو هېوادونو او روسیې استازي برخه واخلي.

د ۲۰۱۴ میلادي کال د اپریل له میاشتې راهیسې چې روسیې د کریمیا ټاپو وزمه له اوکرایینه جلا او له ځان سره یوځای کړه، د ناټو او روسیې شورا لومړۍ غونډه کوي.