د ناټو غړیو هېوادونو مشرانو غونډه سبا پولنډ کې پیلېږي

د ناټو د غړیو هېوادونو مشران به سبا جمعه د پولند په پلازمینه وارسا کې غونډه پیل کړي چې د افغانستان وضعیت یې د بحث اساسي موضوع ده.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني او د حکومت اجرایيه رییس عبدالله عبدالله هم ګډون لري.

د افغانستان حکومت به د وارسا په غونډه کې له ګډونوالو ۶ ځانګړې غوښتنې وکړي.

د ناټو له غوړو د افغانستان د حکومت مهمې غوښتنې دا دي چې د امنیتي ځواکونو تعلیم، تمویل او تجهیز جاري وساتي او د هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره مرستې وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، د غونډې په څنډه کې به له ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره ځانګړې خبرې وکړي.