د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د جمهور رییس بارک اوباما د دې پرېکړې هرکلی وکړ چې د ۲۰۱۷ میلادي کال تر جنورۍ خپل ۸۴۰۰ عسکر په افغانستان کې پریږدي.
ولسمشر غني پرون چهارشنبې پر ټویټر څرګنده کړه چې د بارک اوباما دا پرېکړه، د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو خوندیتوب ته د امریکا تعهد څرګندوي.
د امریکا جمهور رییس پرون د افغانستان په اړه په وینا کې څرګنده کړه چې ځواکونه به یې د افغانستان د امنیتي قواوو روزنې، ملاتړ اوهغوی ته د مشورې ورکولو چارې جاري وساتي.
بارک اوباما زیاته کړه:
"زموږ ځواکونه به د جلال اباد او قندهار په پوځي اډوکې پاتې شي او د افغانستان د امنیتي ځواکونو هوايي او ځمکني ملاتړ به کوي، موږ به د تروریزم پر ضد د عملیاتو ملاتړکوو."
بارک اوباما پخوا ویلي و چې د ۲۰۱۷ میلادي کال ترپیله به یې یوازې پینځه نیم زره عسکر په افغانستان کې پاتې شي.
خو پرون یې څرګنده کړه چې د لوړ رتبه امریکايي چارواکو، د کانګرس د غړو او د افغانستان د حکومت د سپارښتنو پر اساس یې، خپله پخوانۍ پریکړه بدله کړه.