افغان ولسمشر ويلي چې حکومت د سولې د خبرو دروازه د هغو پر مخ پرانېستې ده چې د پرديو له کنټروله دباندې دي او سوله يېز ژوند غواړي.
محمد اشرف غني دا خبرې نن د کوچني اختر د مراسمو پر مهال په ارګ کې وکړې.
ده زياته کړه چې افغان حکومت په هېواد کې تاوتريخوالي ته د پای ټکی ايښودلو په مقصد دوامداره هڅې کوي.
افغان ولسمشر يو ځل بيا وويل چې جګړه هغه څه نه دي چې دې هېواد انتخاب کړې وي بلکه د ده په وينا جګړه پر افغانستان تپل شوې ده.
محمد اشرف غني د اختر له لمانځه وروسته د اهل هنود افغانانو او اسلامي هېوادونو له ډیپلوماټانو او سفيرانو سره هم په ارګ کې وکتل او هغوی ته يې د اختر مبارکي وويله.