د لیکوال سعادت حسن منټو پر ژوند فلم جوړیږي

د ۱۹۴۷میلادي کال د اګسټ په میاشت کې د اسیا جنوبي برخه د یوې سترې پېښې او د انساني تاریخ د یوه لوي مهاجرت شاهده وه.

څوارلس میلیونه انسانان، په لنډ وخت کې له یوې سیمې بلې ته وخوځېدل او دوه میلیونه د پاکستان په نوم د یوه نوي هېواد د تشکېل لپاره په دې حرکت کې مړه شو.

د پاکستان سرحدات پرته له دې چې قانوني مراجع يې تصویب کړي، په بېړه بریتانوي وکېل سرسایرل رادکلیف "سیر یریل ردکلیفف" په نښه کړو.

په مذهبي لیکه د هند د لویې وچې د څېرلو هڅې د سیمې هندوان، سیکان او مسلمانان په خپلو کې داسې سره واچول چې ګاونډي پر ګاونډي د ظلم او زور سپما ونه کړه.

د پاکستان په نوم، د هند د یوې برخې جلايي د "ممبی" ښار ژورنالېست او لیکوال سعادت حسن منټو ته د لیونتوب تر حده بې مفهومه پېښه وه.

سره له دې چې سعادت حسن منټو په ۱۹۴۷میلادي کال کې، په مببۍ ښار کې د لیکوال او ژورنالېست په توګه شهرت ګتلی و، هغو د استانونو د شهرت اوج ته ورساوو چې له هنده د پاکستان د جلا کېدو پر غمیزه یې لیکلي دي.

سعادت حسن منټو په ۴۳ کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې. خو په دې لنډ وخت کې یې د لنډو کېسو شل مجموعې او یو ناول چاپ شو.

له هغه یو شمېر پراګنده لیکنې او سکېچونه ورڅخه پاتې شوي دي.

د ده لیکنې د الکولیانو، فاحشو، دلالانو، جنایتکارو او حرامیانو په څېر خلکو باندې متمرکزې دي چې هغه مهال په ټولنو کې منزوي ګڼل کېدو.

سعادت حسن منټو په خپلو کېسو کې د دې خلکو ترمنځ د جنسي او احساسي اړیکو عمق ته ځي او پر هغو ټکو چې په وروسته پاتې ټولنو کې تابو ګڼل کېږي او خبرې نه ورباندې کېږي، تمرکز کوي.

دی د لیکوالۍ پر مهال لږ تر لږه شپږ وارې د داسې لیکنو له امله زنداني شو چې غېراخلاقي بلل شوی وي.

منټو د ژورنالېستیکي کار پر مهال وړاندوینه کړې وه چې پاکستان به د افراطي اسلام په زانګو بدل شي.

خو دی نړیوالو ته د هند په لویه وچه کې د ۱۹۴۷ میلادي کال د اګست میاشتې، د پېښو په اړه په خپلو لنډو کېسو او ناول محبوب دی.

له هنده د پاکستان د جلايۍ اویایمه کلیزه را روانه او په ټوله سیمه کې د دې نظر د لوی مخالف سعادت حسن منټو له ژوند او کار سره دلچسپي هم د زیاتېدو په حال کې ده.

تېره میاشت د فرانسې د فلم په فسټیوال "کان" کې اعلان وشو چې د داسې هندي لیکوال په ژوند به فلم جوړیږي چې له اسکار وایلد، ګې دې موپاسانت، دي اچ لاورینس او له اف سکاټ فیتزجیرلاد سره پرتله کېږي.

د سعادت حسن منټو پر ژوند فلم جوړیږي.

دی په ۱۹۱۲میلادي کال کې د هند په لودیانه سیمه کې په یوه مسلمانه کورنۍ کې وزیږید.

په ځواني کې یې له انګلیسي، فرانسوي او روسي ژبو د لنډو کېسو په ترجمه پيل وکړ.

ده کېسې اردو ته ژباړلې او په دې ډول یې د لنډو کېسو په لیکنه کې مهارت زیات شو.

منټو له هنده د پاکستان د جلايي له نظر سره شدید مخالف وو او له اوله یې نه يې غوښتل چې پاکستان ته کډه وکړي.

خو ویل کېږي چې یوه ورځ د دفتر یوه همکار ورته وویل:

"که درسره ملګری نه وای، اوس مې باید وژلی وای ځکه ته مسلمان یې او زه سیکه یم."

د دې پېښې په سبا منټو د پاکستان لاهور ښار ته کډه وکړه.

په بریتانیه کې میشت لیکوال محمد حنیف ګارډین ورځپاڼې ته ویلي:

"د مانټو لیکنې ثابتوي چې هنر باید په هغو چوکاټونو کې محدودنه شي چې ټولنې د اخلاقي اصولو په نوم رامنځ ته کړي دي. کاشکې ما دا امکان درلودلای چې د منټو لیکنې د ماشومتوب او نوې ځوانۍ په وخت کې ولولم ځکه هغه پاکستان چې زه په کې را ستر شوم، د مهذبي نظریاتو د تایید ځای و، چېرته چې هیڅ چا د پوښتنې او تمسخر حق نه درلود."

دې لیکوال ویلي:

"هنر د هر نظر تایید نه دی. د مانټولیکنې د وخت له تېرېدو سره خپل اهمیت لا زیاتوي. ما د هغه اثار څلویښت کاله مخکې، په پاکستان کې لوستي او نن ګورم چې په انګلستان یې نوي ځوانان په څومره شوق لولي."

سعادت حسن منټو په ۱۹۵۵میلادي کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

خو هغه د خپل قبر لوحه، مخکې له مخکې جوړه کړې وه چې ورباندې لیکلي:

"دلته سعادت حسن منټو د خاورو تر انبارونو لاندې دی او لاهم فکر کوي چې چاښې کېسې لیکلې:منټو که هغه؟"