وارسا غونډې ته د نی او د افغان ښځو شبکې ځیني غوښتنې

د ناټو د سرمشریزې په درشل کې د افغانستان له حکومت او ناټو څخه د غوښتنو په ترڅ کې د افغانستان د ازادو رسنیو ادارې یا نی او د افغان ښځو شبکې هم ځیني غوښتنې او وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

د نی ریس مجیب الله خلوتګر ازادي راډیو ته وویل چې د ناټو مشران باید د افغانستان له حکومته وغواړي چې معلوماتو ته د افغان خبریالانو د لاس رسي مسئله یقیني کړي. ښاغلي خلوتګر په دې اړه چې ولې دوی پردې مسئلې ډېر تاکید کوي وویل:

(دا ځکه چې په دې وروستیو کې اطلاعاتو ته د لاس رسي محدودیتونه د امنیتي ارګانونو په تېره بیا د ملي امنیت د شورا له خوا وضع شوي دي.)

د افغان ښځو د شبکې یوې غړې محبوبه سراج د ناټو سرمشریزې ته د خپلو وړاندیزونو په اړه وویل چې ناټو باید د افغان ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي، عدالت ته د هغوی د لاس رسي او د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ښځینه کارکوونکو ستونزو ته پام واړوي.

ټاکل شوې ده چې د ناټو سرمشریزه د راتلونکې جمعې او شنبې په ورځو د پولنډ په پلازمینه وارسا کې جوړه شي.