د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د سوريي هغه وسله والې ډلې چې امریکا، سعودي عربستان، قطر او ترکیه يې ملاتړ کوي په بې محاکمې وژنو، سړي تښتونې او شکنجه کولو تورنې کړي دي.
امنیسټي انترنشل چې مرکز يې په لندن کې دی نن وویل چې دغو یاغي ډلوپه تېرو ۴ کلونو کې په حلب ښار کې ۲۴ وارې خلک اختطاف کړی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د سوريي وسله والو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې هغه خلک شکنجه کړي او له حقونو يې سرغړونه کړې ده چې د بشار الاسد د حکومت د زور زیاتي څخه يې وسله والو ډلو ته پناه وروړې ده.