ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا چهارشنبې د اسکاټلنډ له لوبډلې سره خپله یوه ورځنۍ ۵۰ اوره لوبه وکړي.
د کرکټ بورد ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې د کرکټ ملي لوبډله د دغو سیالیو لپاره پوره چمتوالی لري.
د نوموړي په خبره د افغانستان او اسکاټلنډ د لوبډلو ترمنځ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه پرون د ورښت له امله لغوه شوه.