د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې د شینډنډ په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په جګړه کې یو طالب قومندان او یو پاکستانی وسله واله وژل شوی دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن ازادي راډيو ته وویل دغه جګړه تېره ورځ ناوخته د بخت اباد په سیمه کې پيل شوې چې اوس هم روانه ده.
نوموړي زیاته کړه، وژل شوی طالب قومندان ملاصمد نومېده چې د ملاهبت الله د ډلې پلوي و او په یاده جګړه کې څلور پاکستاني طالبان هم ټپیان شوي دي.
تر اوسه په دې اړه د ملارسول او ملاهبت الله ډلو څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې هم په شینډنډ ولسوالۍ کې د دواړو طالب ډلو ترمنځ نښتې شوې وې چې دواړو لور ته په کې تلفات اوښتي و.