هیدربار: افغانستان کې د بچه بازۍ د منعه کولو فرمان ګټور ګام دی

د بشري حقونو د څار د سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې په افغانستان کې د بچه بازۍ د منعه کولو لپاره د ولسمشر له خوا د یو تقنیني فرمان صادرول ضروري ګام بولي.

هیدر بار ازادي راډیوسره په یوې مرکه کې په دې برخه کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون هڅې مهمې وبللې.

"زه فکر کوم د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون هغه غوښتنه پرځای ده چې له ولسمشراشرف غني یې غوښتي په دې برخه کې دې یو فرمان صادر کړي.دا اقدام ځکه ضرور دی چې بچه بازي پر ماشومانو یو ویرونکی تیری دی او باید چې پای ومومي.بله دا چې بچه بازي له نورو تېرېو سره هم اړه لري لکه عسکرۍ ته د کم عمره هلکانو جلبول. زه فکر کوم دا مسئله د حکومتي ځواکونو اعتبار ته زیان رسوي."

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنرې ثریا صبح رنګ تېره اوونۍ له ازادي راډیو سره په خبرو کې له ولسمشرغني وغوښتل څو د بچه بازۍ د منعه کولو په اړه یو تقنیني فرمان صادر کړي.

په دې اړه اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د افغانستان د ملي پولیسو په لیکو کې د کم عمره هلکانو د ګمارلو او د هغوی د جنسي ځورونو په اړه راپورونه خپاره شول.