کونړ کې دوه ځایه د ښځو د تراویح لمونځ خپله د ښځو په امامت ترسره شو

په کونړ ولایت کې سږ کال د روژې په میاشت کې دوه ځایه د ښځو د تراویح لمونځ خپله د ښځو په امامت ترسره شو.

د کونړ د حج او اوقافو ریس سید جمال ازادي راډیو ته وویل:

"همدارنګه په دوو ځایونو کې خپله د ښځو په امامت د تراویحو په لمانځه کې د قران پاک ختمونه هم شوي چې یو د شیګل او بل د ماڼو ګي په ولسوالۍ کې."

ښاغلي جمال ویلي چې د کونړ په څو سیمو کې سږ کال ښځو د قران د تفسیر او ترجمې درسونه هم لرل.