سناتوران: ‎پاکستان احساس کړې چې په اړه یې د نړۍ لید لوری په بدلیدو دی

د امریکايي سناتورانو یو هییت په کابل کې افغان ولسمشر اشرف غني ته ویلي، د پاکستان ملکي او نظامي رهبران د ځان په اړه د نړۍ په لیدلوري کې بدلون احساسوي او د هغوی پیغام دا دی چې د دواړو هېوادونو تر منځ د مسایلو د څېړلو لپاره یو بل فرصت ورکړل شي څو د ستونزو د حل په برخه کې هڅې وکړي.

د ارګ څخه خپره شوې خبر پاڼه وايي چې د سناتور جان مککین په مشرۍ د امریکايي سناتوراتو دې هییت ته افغان ولسمشر اشرف غني ویلي چې د پاکستان له خوا د صادقانه همکاریو څرنګوالی داسې عملي اقداماتو ته اړتیا لري چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي سبب شي.

د ولسمشرغني په وینا کیدای شي چې دا همکاري له حقاني شبکې سره د پاکستاني لوري له جدي چلند څخه پیل شي.

د ارګ د خبرپاڼې په وینا دا شبکه په افغانستان کې د لوېو جرمونو مسووله ده او زیاتوي چې د حقاني ډله د طالبانو د مهم مټ په توګه فعالیت کوي خو په وړاندې یې هیڅ ډول اقدام د پاکستان له لورې نه دی شوی.