په مدینې منوره کې نبوي جومات ته نژدې پرون یوې انتحاري حملې څلور امنیتي سرتیري ووژل او په دوو نورو ښارونو کې ورته حملو د سعودي عربستان پر شاهي نظام د منظمو حملو ویره زیاته کړې.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې نبوي جومات ته نژدې حملو پنځه نور کسان هم ټپیان کړي دي.
العربیه ټلویزیوني شبکې ویلي، په مدینه کې ځان وژونکي حمله په داسې حال کې وشوه چې امنیتي سرتیري روژه ماتې ته ناست وو.
د سعودي عربستان سبق خبري اژانس وايي، په همدې ورځ د سعودي عربستان په دوو نورو ښارونو کې هم ځان وژونکې حملې شوي خو څوک یې نه دي وژلي.
چارواکي وايي، دوه چاودنې په ختیځ ښار قطیف کې شوي او همدا راز د سعودي عربستان په دوهم لوی ښار جده کې هم د امریکا قونسلګرۍ ته نژدې چاودنه شوې ده.