اتمر: وسله والې ډلې باید پر خپلو تګلارو له سره کتنه وکړي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وایي هغه وسله والې مخالفې ډلې باید پر خپلو تګلارو له سره کتنه وکړي چې په روانه جګړه کې خپلې ګټې لټوي.

محمد حنیف اتمر نن د یوې خبرې ناستې پرمهال وویل حکومت له دغو ډلو سره سولې ته ژمن دی، خو په دې سوله کې به لاسته راوړنې ساتل کېږي:

"موږ سولې ته ژمن یو خو ورته شرایط لرو، شرایط هغه دي څه چې افغانانو ټاکلي دي، زموږ اساسي قانون، د تاوتریخوالي له منځه وړل له سیمه ییز او نړیوال تروریزم د اړیکو پریکول او د تېرې یوې نیمې لسیزې د لاسته راوړنو ساتل."

ښاغلي اتمر وویل چې د افغانستان جګړه کورنۍ جګړه نه بلکې سیمه ییزه او نړیواله جګړه ده.

ده غوښتنه وکړه چې د تروریزم پر ضد مبارزې لپاره باید له افغانستان دباندې هم د ترهګرو پټن ځایونه په نښه شي.