مککین: له پاکستانه مو د وسله والو پر ضد د مبارزې غوښتنه کړې

امریکايي سناتور جان مککن او لینزي ګراهم وايي پاکستان ته یې په زغرده دا ویلي چې د حقاني شبکې په ګډون د ټولو تروریستي ډلو پرضد ګامونه پورته کړي.

دغه سناتورانو نن په کابل کې د یوې خبرې ناستې پرمهال وویل چې د امریکا او پاکستان د ښو اړیکو لپاره ضروري دي چې د پاکستان حکومت دلته د وسله والو او په خاصه توګه د حقاني شبکې پرضد لا نوراقدامات وکړي.

سناتور جان مکن همدا راز پر ولسمشر اوباما غږ وکړ چې له افغانستان څخه د مهال وېش نه بلکې موجوده حالاتو ته په کتو د امریکايي سرتیرو د پاتې کېدو په اړه پریکړه وکړي.