افضلي: حکومت دې اداري فساد سره مبارزې ته عملي جنبه ورکړي

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ له حکومته غواړي چې د امنیتي سکتور په برخه کې اداري فساد سره مبارزې ته عملي جنبه ورکړي.

د دغه بنسټ مشر سید اکرام افضلي نن د یوه خبرې کنفرانس پرمهال ټينګار وکړ چې حکومت باید په امنیتي سکټور کې د فساد د څیړنو مسائل له خلکو سره شریک کړي.

د شفافیت د څار بنسټ سره له دې چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت له اقداماتو هر کلی کوي خو وایې چې دا اقدامات کافي ندي او وایې چې پدې برخه کې باید جدې ګامونه واخستل شي.