جان مککین له افغان ولسمشر او اجراییه رییس سره کتلي

په کابل کې د امریکا سفارت وایي، د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جان مککین په مشرۍ د سناتورانو یوه پلاوي نن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

د امریکا سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې خبرو اترو کې دواړو لورو د افغانستان په امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړې دي.

امریکایي سناتورانو ژمنه کړې چې امریکا به د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان حکومت سره په امنیتي برخو کې خپلو همکارېو ته دوام ورکړي.

د امریکا د سنا مجلس دغې پلاوي تردې وړاندې پاکستان ته تللی او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.

تمه ده چې دا پلاوی نن ناوخته په یوه خبرې کنفرانس هم راڅرګند شي او خبریالانو سره خبرې وکړې.