د امریکايي مخکښ سناتورجان مک کین په مشرۍ د امریکا د کانګرس یوه پلاوي په یوه بې ساري اقدام کې پرون د شمالي وزیرستان له مرکز میرانشاه څخه کتنه وکړه.
د دغه سفر پر مهال مککين د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزيز سره هم کتلي.
مککین د پاکستان د پوځ له لوی درستيز راحيل شريف سره د لیدو پر مهال د سیمه ییزو امنيتي ستونزو په اړه هم خبرې کړي.
په دې اړه چې په ميرانشاه کې مککين څه ولیدل، ملالۍ بشير په سيمه کې د آزادي راډيو د مشال څانګې له خبريال سره مرکه کړې چې په ګډه يې اورو.
Your browser doesn’t support HTML5