د اختر په ورځو کې مېرمنې له اندازې ډېر کار کوي

زموږ په ټولنه کې داسې دود دی چې د کور ټول لوی او درانه کارونه مېرمنې ترسره کوي، لکه جامې مینځل، د کور پاکول، له لرې واټن نه د اوبو راوړل آن د غالیو مینځل دا ټول د مېرمنو مسوولیت دی.

په ډېری کورنیو کې دا خبره منل شوې ده چې د کور کارونه د مېرمنو دنده ده او مقابل لوری یانې نارینه د کور د کارونو په ترسره کولو شرمیږي او دا ورته یو ډول شرم او ننګ ښکاري چې ګنې له خپلې ښځې،مور،خور او لور سره دې د کور کار وکړي، نو په دې صورت کې ښځې په یوازې ځآن د کور ټولې چارې سمبالوي، خو دا کارونه بیا هغه وخت لا ډېر شي چې ځانګړې او مناسبتي ورځې رانږدې وي په داسې وختونو کې مېرمنې ډېر زیات کار کوي او خپل ټول کارونه یوې یا څو ورځو ته پرېږدي، بیا نو هماغه ده چې ګڼې روغتیایي ستونزې ورته پیدا کیږي او د اختر او خوشالۍ ورځې په ناروغۍ تېروي.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ