نور: په خپل وخت د انتخابات ترسره کېدل ناشوني دي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، ناشوني ده چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات په خپل وخت ترسره شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور ازادي راډیو ته دغه راز وویل چې حکومت وخت ضایع کړی او د دغو انتخاباتو لپاره چې ټاکل شوې وه د تلې د میاشتې په ۲۴مه ترسره شي، هیڅ ډول تیاری نه دی نیول شوی.

ښاغلي نور زیاته کړه:

"د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تلې ۲۴ د ټاکنو ترسره کولو ورځ اعلان کړې وه. په خواشینۍ سره باید ووایو چې حکومت په دې برخه کې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره همکاري ونه کړه او اوس ناشونې ده چې په دې نېټه باندې په افغانستان کې ټاکنې ترسره شي."

ښاغلي نور وویل، دغه وضعیت ته په پام سره داسې ښکاري چې د حکومت مشران په خپل وخت د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره کلکه اراده نه لري.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغه خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې تراوسه د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د ولسي جرګې تصویب ته اړتیا لري. دغه فرمان تیره اونۍ مشرانو جرګې تصویب کړ.