د سعودي پاچا د افغانستان په مشرۍ د سولې د خبرو هرکلی کړی

د سعودي عربستان پاچا د افغانستان په مشرۍ د سولې د خبرو هرکلی کړی دی.

د افغانستان د جهوري ریاست په خبرپاڼه کې راغلي ولسمشر غني او ملک سلمان بن عبدالعزیز په کتنه کې د ترورېزم پرضد په ګډې مبارزې تينګار کړی دی.

ښاغلي غني دغه شان د سعودي عربستان له ولیعهد سره به کتنه کې ویلي چې د اسلامي نړۍ عالمان باید د یوې فتوا په ورکولو سره ترورېزم یو انساني ضد پدیده معرفي کړه او مسلمانان یې د دغې پدېدې په وړاندې مبارزې ته وهڅول.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د دغې مسئلې په تایید سره د افغان حکومت د سولې له بهیره ملاتړ کړی او ژمنه یې کړې چې په افغانستان کې د سولې په خاطر به په اړوندو خواوو د خپل هېواد له نفوذ او مشروع فشارونو نه استفاده وکړي.

ولسمشر چې د عمرې حج د ادا کولو په هدف د دوه ورځو لپاره سعودي عربستان ته تللی و نن سهار بېرته هېواد ته راستون شو.