د پاکستان په چترال کې سیلابونو ۴۳ تنه مړه کړي

پاکستاني چارواکي په چترال سیمه کې د سیلابونو د راوتو له کبله د ۴۳ کسانو د مړینې خبر ورکوي.

د پاکستان د شمالي سیمې چترال ولسوال مغفرت شاه نن وویل چې تېره شپه د مانسون د موسمي بارانونو او سیلابونو له کبله د چترال په ارسون سیمه کې یو جومات او څو کورونه ویجاړ شول.

نوموړي زیاته کړه چې د خرابې هوا له کبله سیمې ته د مرستو د رسولو چارې له ستونزو سره مخامخ دي خو مړي موندل شوي او پیژندل شوي دي.

چترال د پاکستان د شمال لېرې پرته سیمه ده چې له بدخشان ولایت سره ګډه پوله لري.

پاکستاني چارواکي همدا راز وايي چې د خېبر پښتونخوا په اړونده سیمه تربیله بند کې د سخت باران د ورښت له کبله دوه تنه چینايي انجینیران مړه او پنځه پاکستاني کارګران ټپیان شوي.

د یوه سیمه ییز مقام په وینا پېښه هغه مهال وشوه چې د یوې نوې جوړیدونکې ودانۍ چت ونړېده.