اسدالزمان خان: د بنګلدیش ۲۰یرغمل د جمعیت المجاهدین غړي وو

د بنګلدیش حکومت وايي، هغه وسله وال چې په پلازمینه ډاکه کې یې پرون شل تنه یرغمل ووژل د داعش پلویان نه بلکې د بنګلدیش د خپلو کورنيو افراطي ډلو غړي وو.

د کورنیو چارو وزیر اسدالزمان خان نن وویل چې دوی د بنګلدیش د جمعیت المجاهدین ډلې غړي وو.

جمعیت المجاهدین له څه باندې لسو کلونو راهیسې په بنګلدیش کې ممنوع اعلان شوې ډله ده.

د دې حملې مسوولیت چې په پای کې یې اتلس یرغمل او دوه پولیس افسران ووژل شول داعش ډلې منلی خو حکومت پرله پسې له دې انکار کوي چې په بنګلدیش کې بهرني جنګیالي فعال دي.

پولیسو د هغو شپږو بریدکوونکو نومونه او تصویرونه خپاره کړي چې د یوولس ساعته نښتې په پای کې وژل شول.

اووم بریدکوونکی د پولیسو له خوا نیول شوی او دا مهال تحقیقات ترې روان دي.

پولیس وايي چې په دې حمله کې د ایټالیا نهه د جاپان اوه، د امریکا یو، د هند یو او د بنګلدیش دوه وګړي وژل شوي دي.

د بنګلدیش د امنیتي ځواکونو د نښتې په پای کې دیارلس یرغمل هم وژغورل. د ملګروملتونو امنیت شورا دا تروریستي حمله وغندله.

امنیت شورا تېره شپه وویل، ترورېزم نړیوالې سولې او امنیت ته تر ټولو جدي ګواښ دی.

بنګلدېش له نن څخه د دوو ورځو لپاره د دې پېښې په خاطر ملي ویر اعلان کړی.