احمدي: د قاچاق کوونکو د نیونې په هدف نږدې ۶۰۰ عملیاتونه شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي، د روان کال په لومړېو درېیو میاشتو کې له ۷۰۰ څخه زیات کسان د مخدرو موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

د نوموړي وزارت د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې معین بازحمد احمدي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دغه شان ۱۲۲ ټنه مخدر او نشته يي توکي هم ضبط شوي دي.

د نوموړي په وینا په همدې وروستیو درې میاشتو کې د مخدرو موادو د موندلو او د قاچاق کوونکو د نیونې په هدف نږدې ۶۰۰ عملیات شوي دي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه:

"موږ د ۱۳۹۵کال په لومړۍ ربعه کې په ټول هېواد کې ۵۸۸ لوی او وړاه عملیات درلودل چې تقریباً ۷۴۰ کسه د مخدرموادو د کاروبار او قاچاق په تړاو نیول شوي دي."

یاد وزارت وايي چې د کوکنارو د کښت او د مخدرو موادو د تولید او قاچاق په برخه کې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

تر دې دمخه د افغانستان د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې وزارت ویلي و چې په دغه هېواد کې د مخدرو موادو په کاروبار او قاچاق کې نړیواله مافیا لاس لري چې د یادې پدیدې په وړاندې یې د افغان حکومت مبارزه له ستونزو سره مخ کړې ده.