د افغان حکومت اجراییه ریس نن په کابل کې د بلغاریا هېواد له سفیرسره وکتل او د دواړو هېوادونو د دوه اړخېزو اړیکو سربېره یې د وارسا او بروکسل کنفرانسونو ته د تیاري پر سر ورسره خبرې وکړې.
د افغانستان له اجراییه ریاست څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې عبدالله عبدالله له نیکولای یانکوف سره په دغه کتنه کې د تېرو کلونو پر مهال د ناټو او اروپايي ټولنې په چوکاټ کې له افغانستان سره د بلغاریا له پوځي او ملکي مرستو مننه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالله عبدالله د بلغاریا سفیر ته ویلي چې افغانستان د وارسا د پوځي او د بروکسل اقتصادي کنفرانس ته تیاری نیسي او هیله من دی چې په یادو کنفرانسونو کې د نړیوالو اوږد مهالی ملاتړ خپل کړي.
په خبرپاڼه کې دغه شان راغلي چې په افغانستان کې د بلغاریا سفیر ویلي افغانستان ورته د یو اساسي متحد حیثیت لري او ژمن دی چې دغه اتحاد ته په راتلونکي کې هم دوام ورکړي.
ښاغلي یانکوف ویلي، بلغاریا به د ناټو او اروپايي ټولنې د غړي هېواد په توګه به په راتلونکو کنفرانسونو کې د افغانستان له موقفه ملاتړ کوي.