د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د چین پوځي مرسته له دغه هېواد سره د افغان امنیتي ځواکونو د محاربوي وړتیاوو د لوړولو په برخه کې ډېره مهمه ګڼي.
محمد حنیف اتمر نن په کابل کې د چین د لومړي پړاو پوځي مرستو د تحویلۍ پر مهال وویل چې دغه مرسته د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډ پروګرام پیلامه ده.
چین د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات چې په کې ټرانسپورټي الوتکې، لوژستیکي او نور وسایل شامل دي له افغانستان سره مرسته وکړه.
شاوخوا دوه میاشتې مخکې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار چین ته د خپل سفر پر مهال افغان ځواکونو سره د پوځي تجهیزاتو د مرستې خبره له چیني چارواکو سره شریکه کړې وه.