جنرال غیرت: په موسی خېلو کې دېرش وسلوال وژل شوي

د خوست امنیه قوماندان وايي چې تېر ماښام د موسی خېلو ولسوالۍ ته تازه دمي افغان ځواکونه رسیدلي او جګړه پای ته رسیدلې ده.

ده وویل، د شنبې په ورځ وسلوالو د موسی خېلو د ولسوالۍ پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له کلک ځوابي برید سره مخامخ شول.

جنرال غیرت زیاته کړه په یاده جګړه کې وسلوالو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د دوی تر دېرشو پورې کسان وژل شوي دي.

فیض الله غیرت وايي پدې جګړه کې دوه افغان سرتیري هم وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د ده په وینا د موسی خېلو پر ولسوالۍ برید کې خواوشا اوه سوه وسلوالو برخه درلوده.

د ده په وینا وسلوالو له برید وړاندې موسی خېلو ته د غځیدلي سړک ډیری پلونه په بمونو الوځولي وو او د سړک په اوږدو کې يې بمونه ځای پر ځای کړي ول، تر څو یادې ولسوالۍ ته د کمکي ځواکونو مخه ونیسي، خو افغان ځواکونه وتوانیدل چې تر تېره ورځ ناوخته ماښام یادې ولسوالۍ ته ورسیږي.

خوست امنیه قوماندان زیاته کړه چې په موسی خېلو کې حالات د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دي او په هغه سیمه کې اوس مهال کوم جدي خطر نشته.

بل لوري ته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي تلیفوني پیغام کې ویلي، چې طالبانو د موسی خېلو ولسوالۍ محاصره کړې او افغان ځواکونو ته يې تلفات اړولي دي.

د یادونې وړ ده موسی خېل د خوست شمال لوري ته پرته ولسوالي ده، چې د وسلوالو فعالیتونه په کې ډېر تر سترګو کیږي.

موسی خېل د پکتیا ولایت سره پوله لري.