د پکتیا د ولایتي شورا غړی ملنګزوی څارنوالۍ ته معرفي شو

د پکتیا د ولایتي شورا غړی سردار خان ملنګزوی د یوه پولیس د وهلو او ډبولو په تور څارنوالۍ ته ور وپېژندل شو.

د پکتیا د امنیه قومندان قادرګل ځدراڼ نن په یوه خبري غونډه کې وویل ښاغلي ملنګزوی تېره اوونۍ د ګردېز ښار د لومړۍ امنیتي حوزې یو پولیس ډبولی و.

بل لورته د پکتیا د والي ویاند نقیب اتل وايي چې ولسشمر په دې برخه کې جدي دی او دا پېښه له نږدې څاري.

تر اوسه خپله ملنګزي په ډې اړه څه نه دي ویلي.