طالبانو د اختر په مناسبت د خپل مشر پیغام خپور کړ

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ویلي، د افغانستان د ستونزې حل ته له پوځي لارې سربیره سیاسي هڅې هم کوي.

اخندزاده د واړه اختر په مناسبت پيغام کې ویلي، د قطر دفتر یې همدې ته موئظف دی چې له سیاسي چینلونو څخه د افغانستان ستونزې ته حل لاره ولټوي.

په دغه پيغام کې د طالبانو له خوا د جګړې پر دوام ټینګار شوی او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام هم د افغانانو په خیر نه دی یاد شوی.

د اختر په اړه د ملا هبت الله اخندزاده په پيغام کې د سولې په اړه کوم خاص ټکی نه دی یاد شوی.

د پيغام په پای کې ملا هبت الله اخندزاده له خپلو پلویانو غوښتي چې عامه تائسیسات دې نه زیانمنوي او خلکو ته دې د عصري او دیني زده کړو د زمیني په برابرولو کې مرسته وکړي.

تراوسه افغان حکومت د طالبانو د دغې اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ملا هبت الله اخندزاده د طالبانو د پخواني مشر ملا اخترمحمد منصور له وژل کېدو وروسته د وسله والو طالبانو مشر وټاکل شو.