د افغانستان ولسي جرګه وایي چې حکومت او د خلکو استازي باید په کابل کې د وروستۍ خونړۍ حملې په وړاندې بې تفاوته پاته نه شي.
د جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د کابل د پنجشنبې ورځې خونړۍ حملې چې ۳۲ پولیس یې ووژل او نږدې اتیا نور یې ټپيان کړل، خاینانه عمل وباله:
"د دې پېښې په اړه لکه څنګه چې په حکومت غږ کوم، د افغانستان ملي شورا په ځانګړې توګه ولسي جرګه ته هم سپارښتنه کوم چې دا او دیته ورته نورې پېښې چې یو په بل پسې تکراریږي باید په ساده ګۍ ورته ونه کتل شي."
د تېرې پنجشنبې په ورځ دوو انتحاري حمله کوونکو د پغمان ولسوالۍ په کلا حیدر خان سیمه کې د پولیسو هغه کاروان په نښه کړ چې له میدان وردګو کابل ته پر لار و.
له حملې وروسته افغان چارواکو ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به هر اړخیزه څیړنه کوي او هغه مسئولین به پوښتي چې بې غوري یې کړي وي.