ننګرهار کې انتحاري حملې ۲ ملکي وګړي وژلي او ۱۷ نور ټپيان کړي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي په جلال اباد ښار کط د انتحاري حملې له مله دولس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وویل چې پېښه نن شنبې شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښآر پینځمې ناحيه اړوند جوی هفت سيمه کې شوې.

خوګیاڼي زیاته کړه، چې يوه ځان وژونکي بریدګر غوښتل چې د کوټ ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشر حاجي حیات خان پر موټر چاودنه وکړي د پولیسو لخوا په نښه شوی او د برید لاندې راوستی.

نوموړي زیاته کړه چې ځان وژونکي برید ګر په زخمي حالت کې ځان ته چاودنه ورکړې چې له امله د یوه دولس کلن ماشوم په ګډون دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷ تنه نور زخميان شوي دي.

نوموړی وايي زخميان روغتون ته انتقال شوي او روغتيايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د دې پېښې مسولیت لا تر اوسه هیڅ کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.