امریکا د بې پیلوټه الوتکو حملو کې د ملکي تلفاتو راپور خپور کړ

سپینې ماڼۍ ویلي چې په پاکستان، یمن، سومالیا اولیبیا کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې له ۶۴ تر۱۱۶ ملکي وکړي وژل شوي دي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو پرون جمعه دا ارقام د امریکا د استخباراتو دملي ادارې د یوه تازه رپوټ پر بنا، خپاره کړي دي.

رپوټ څرګندوي چې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې "سي ای اې" اودفاع وزارت له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۵ میلادي کاله په دې هېوادونو کې ۴۷۳حملې کړې چې ۲۵۸۱ مشکوک تروریستان پکې وژل شوي دي.

په دې رپوټ کې د امریکا د جنګ په سیمه یعنې افغانستان، عراق او سوریه کې د بې پيلوټه الوتکو حملې نه دې شاملې شوې.

خو د بشري حقونو یو شمېر خپلواکې مد افع ادارې اټکل کوي چې له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې به، په دې سیمه کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې تر۱۱۰۰زیات ملکي وګړي وژل شوي وي.