ټرمپ وايي د ناټو پوځي تړون به پیاوړی کړي

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ ویلي، د ناټو پوځي تړون به پیاوړی کړي او د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پر ضد جګړه کې به ترې کار واخلي.

تر دې مخکې ډونالډ ټرمپ ناټو یو منسوخ تړون بللی و.

ډونالډ ټرمپ د اې بي سي خبري اژانس ته ویلي، د ناټو تړون ته یې ځکه منسوخ ویلي وو چې د ترهګرۍ د کواښ په وړاندې په سمه توګه ځواب نه وايي.

نوموړي ویلي چې ناټو باید له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له سره تنظیم شي.