اروپا جام سیالیو کې پرتګال فوټبال ټیم پولنډ ته ماتې ورکړه

د اروپا د فوټبال جام سیالیو په لړ کې د پرتګال د فوټبال ټيم په پينالټي کې ۵ د صفر پر وړاندې د پولڼد ټیم ته ماتې ورکړه.

د یویفا یا د اروپا د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې تمه ده نن شپه د افغانستان پر وخت ۱۱:۳۰ بجې د ویلز او بلجیم ټیم د یو بل پر وړاندې لوبه وکړي.

د حذفي مرحلې په لومړي سر کې پولنډ سویس ته ماتې ورکړه او پرتګال له کرویشیا څخه لوبه ګټلې وه.

د اروپا د فوټبال جام وروستۍ سیالي د جولاي په لسمه ترسره کېږي.