د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ په محلې پولیسو د ماین چاودنې له امله درېیو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخېل ازادي راډیو ته وویل د جمعې ورځې یوو لس بجې څو تنو پولیسو غوښتل چې د نواباد پل لاندې د سیند پرغاړه ارام وکړي چې د دولت وسله والو مخالفینو پرې ریموټ لرونکې ماین چاودنه کړې چې په کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي.
قوماندان وايي تېر ماښام هم د همدې ولسوالۍ په ناوې سیمه کې د سرحدي پولیسو په یو رنجر موټر ماین چاودنه شوې چې په کې دري تنه ټپیان شوي و.
تر اوسه کومې وسله والې مخالفي ډلې د دغو چاودنو په اړه څه نه دي ویلي.