الکوزی: فساد د هېواد پر اقتصاد منفي تاثیر کړی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وايي چې د فساد موجودیت د هېواد په اقتصاد باندې ۵۰ فیصده منفي اغیر کړي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي نن آزادي راډیو ته وویل چې په ځینو ګمرکونو او ادارو کې له یو شمېر افغان سوداګرو څخه د جواز د اخیستو په خاطر د غیرقانوني پیسو غوښتنه کېږي.

ښاغلي الکوزي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له هغه اقدام څخه تود هرکلي وکړ چې پرون یې د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې عدلې او قضايي مرکز پرانیست.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال د دغه مرکز پرانیستل د افغان سوداګرو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم بولي.