د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وایي چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د آیودین لرونکې مالګې د لاربراتور د جوړولو پر وړاندې ستونزې جوړوي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نصیر عالمیار له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د وزیرانو شورا پرېکړه کړې څو آيودین لرونکې مالګه په پکتیا کې لابراتوري چک شي او بیا نورو ولایتونو ته صادره شي.
عالمیار وايي چې افغان سوداګر حتا حاضر دي چې په پکتیا کې د آیودین لرونکې مالګې د چک لپاره لاربراتور جوړ کړې خو د پکتیا د عامې روغتیا ریاست وایي چې دغه مالګه باید د لابراتواري چک لپاره کابل ته ولېږل شی.
یو شمیر پکتیاوال سوداګر وايي که چیرې دغه مالګه کابل ته انتقال شي څه باندې ۱۵ ورځې وخت نیسي او هم افغان سوداګر له دغه درکه په ورځ کې ۵۰۰۰ افغاني زیان ویني.
هغوي له حکومت څخه غواړي څو دغې ستونزې ته رسیدګي وکړي.