ملګرو ملتونو کابل کې پرونۍ انتحاري حملې وغندلې

ملګرو ملتونو په کابل کې پرونۍ ځانوژونکې حملې وغندلې.

په دې بریدونو کې چې د کابل په لوېدیځه څنډه کمپنۍ سیمه کې د پولیسو پر لیږدونکو بسونو وشوې ،۳۳ کسان مړه او ۷۱ نور ژوبل شول.

طالبانو د کابل د پرونیو بریدونو مسولیت پر غاړه اخستی دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي داسې بریدونه هیڅ ډ‌ول توجیه نه لري.

د ملګرو ملتونو ددفتر لخوا خپره شوې اعلامیه کې د دې برید د قربانیانو له کورنیو سره د غمرازۍ څرګندونه شوې ده.