م.م: افغان حکومت په جګړې کې د ماشومانو د استخدام مخنیوی نه دی کړی

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان وايي، د افغانستان حکومت د جګړې لپاره د کوچنیانو د استخدام په مخنیوي کې ناکام شوی دي.

دې نړیوالې ادارې پر امریکا هم انتقاد کړی او د بارک اوباما له ادارې یې غوښتنه کړې چې د افغانستان په ګډون پر ټولو هغو حکومتونو فشار زیات کړي چې د امریکا مرستې ترلاسه کوي خو د دې ستونزې په حل کې ناکام شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت پرون پنجشنبې په نړۍ کې د انسانانو د قاچاق په اړه په کلني رپوټ کې، د هغو هېوادونو لست خپور کړ چې ماشومان د جګړې لپاره استخداموي خو د افغانستان نوم ورڅخه ایستل شوی دي.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان پردې ټکي انتقاد کړی دی.

دې سازمان ویلي ، کره شواهد شته چې د افغانستان په سیمه ییزو پولیسو کې چې د دې هېواد حکومت یې ملاتړ کوي، تنکي ځوانان اوکم عمره هلکان د جګړې لپاره استخداموي.

د عفوې په نړیوال سازمان کې د کوچنیانو د ملاتړد ادارې مشرجوبیکر ویلي چې د امریکا حکومت په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د حکومت پلویانو ملېشو ته چې له طالبانو سره په جګړه کې له کم عمره هلکانو کار اخلي، ملیونونه ډالرورکړي دي.

جوبیکر ویلي، افغانستان هم باید د هغو هېوادونو په لست کې شامل شي چې ماشومان جګړې ته استول کېږي او باید پوځي بندیزونه ورباندې ولګول شي.