م.م د همجنسګریانو پر ضد د تشدد د پېښو نوی څارونکی معرفي کړ

د ملګر وملتونو د بشري حقونو شورا پرون پنجشنبې په نړۍ کې د همجنسګرایانو پر ضد د تبیعض او تشدد د پېښو نوی څارونکی معرفي کړ.

د ملګرو ملتونو له لوري دا نوی ټاکل شوی څارونکی هم د همجنسګرایانوله ډلې دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له دې پرېکړې روسیې، چین او زیاتو اسلامي هېوادونو مخالفت څرګند کړی خو امریکا او اروپايي اتحادیې یې ملاتړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو دا اقدام په فلوریدا کې د همجنسګرایانو پر یوه کلب ترحملې وروسته شوی چې لږترلږه ۴۹ تنه په کې ووژل شول.

په دې شوراکې د سعودی عربستان استازي فیصل بن حسن طراد ویلي چې دا پرېکړه به د هغو خپلواکو هېوادونو په کورنیو چاروکې مداخلې ته لارپرانیزي چې د خپلو فرهنګي ځانګیړنو دخوندي ساتلوهڅې کوي.

طراد ویلي چې هېواد یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له دې نوي څارونکي سره همکاري نشي کولائ.

خو د بریتانیې استازي ویلي چې د شورا له پریکړه لیک سره مخالفت د همجنسګرایانو او نورو ورته اقلیتونو د حقونو له امنیت سره مخالفت دی.