د امریکا متحدوایالاتو د سوریې د بحران د حل لپاره له روسیې سره د یوه ګډ پوځي پلان وړاندیز کړی چې د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ همکاري به زیاته کړي.
واشنګټن پوست پرون پنجشنبې خبر ورکړ چې د امریکا دا وړاندیز مسکو ته استول شوی دی.
د امریکا متحدوایالاتو له روسیې غوښتنه کړې چې په سوریه کې د القاعده شبکې د ملګرې ډلې، جبهه النصره د ځپلو لپاره د بمباریو او حملو معلومات ورسره شریک کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا خبر تایید کړی دی.
د دې وزارت ویندوی جان کري پرون خبریالانو ته وویل چې مسکو او واشنګټن په خپلو کې ډیپلوماټیکې خبرې کړې دي.
جان کربي ټینګار وکړ چې واشنګټن د سوریې پر رژیم د روسیې نفوذ ته په پام، هلته د وضعیت په اړه خپلې اندېښنې او غوښتنې له مسکو سره په خورا وضاحت شریکې کړې دي.