کري: یونان ته د تلونکو افغان کډوالو ناوړه استفاده شوې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انسانانو د قاچاق په اړه په خپل کلني رپوټ کې وايي، زیاتې افغانې ښځې د جنسي استفادې لپاره د قاچاقوړونکو قرباني شوې دي.

رپوټ زیاتوي چې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره د افغان حکومت کارله نړیوالو نورمونو سره اړخ نه لګوي، خو د چارو د سمون لپاره یې پراخې هڅې پیل کړې دي.

په ۲۰۱۶میلادي کال کې د انسانانو د قاچاق په اړه کلنۍ رپوټ پرون پنجشنبې د دې وزارت له لوري خپور شو.

رپوټ ویلي چې تېر کال په افغانستان کې دوه برابره زیات کسان د قاچاق په تورنیول شوي او محامکه شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د خپل رپوټ په اړه ویلي:

"کله چې موږ دا نسانانو د قاچاق په اړه خبرې کوو، زموږ هدف په معاصره نړۍ کې برده ګي ده چې هر وخت يې تر ۲۰ ملیونه زیات وګړي قرباني کېږي."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت رپوټ زیاتوي چې له یو شمېر تنکیو ځوانانو چې له افغانستانه د قاچاق وړونکو په مرسته یونان ته تللي، جنسي ناوړه استفاده شوې ده.

په رپوټ کې دې ته هم اشاره شوې چې د ایران حکومت یو شمېر افغان کډوال افغانستان ته د ستنولو د ګواښ په مرسته، مجبور کړي چې سوريې ته د جنګ لپاره ولاړ شي.