افغان ولسمشرد میدان وردکو د پولیسو د اکاډمۍ پرفارغانو حمله غندلې

افغان ولسمشر د میدان وردکو د پولیسو د اکاډمۍ د فارغانو پر موټرو حمله غندلې او امر یې کړی چې له میدان وردک نه کابل ته د یادو پولیسو د انتقال مسئله ژر وڅېړل شي.

جمهوري ریاست په یوه بیان کې د ولسمشر په حواله ویلي چې په روژه کې د طالبانو له خوا د خلکو وژنه د هغوی د ماتې نښه ده او که چیرته د پولیسو په انتقال کې کومه تېروتنه شوي وي ژر به تعقیبي اقدامات وشي.

اخوا په کابل کې د امریکا سفارت په پولیسو او ملکیانو باندې نننۍ حمله ظالمانه او نه بښونکې بللې ده.

د یاد سفارت په یوه بیان کې د پېښې له قربانیانو سره غمرازي ښودل شوې او افغانستان ته د سولې او امنیت په راوستلو کې د امریکا د مرستو ډاډ ورکړل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي آزادي راډیو ته وویل چې نن غرمه مهال کمپنۍ په قلعه حیدر سیمه کې د پولیسو د اکاډمۍ د فارغانو پر موټرو په حملې سره شاوخوا دېرش کسان وژل شوي او اته دېرش نور ټپيان دي.