د افغانستان د ښار جوړونې وزیر روان ۱۳۹۵ کال دغه وزارت لپاره د کار اوعمل کال یادوي وایي چې هڅه کیږي په دې کال کې د بې کارۍ کچه ټیټه شي.
سید منصور سادات نادري نن په کابل کې یوې ناستې ته وویل چې په دې اړه یو شمېر پروګرامونه ترلاسه لاندې لري چې په کابل او ولایتونو کې به پلي کړي:
"د افغانستان د ښار جوړونې وزارت لپاره ۱۳۹۵ کال موږ د تطبیق او عمل کار نومولی دی، د کار پیدا کول او په ښارونو کې مثبت تغیرات زموږ له بنسټيزو پروګرامونو څخه دي."
ښاغلي نادري له یو شمېر هغو پروګرامونو هم یادونه وکړه چې په روان کال کې به پلي کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د ښار جوړونې عالي شورا د دولتي او غیر دولتي ادارو په ترکیب جوړه شوې او خپله لومړنۍ جلسه د روان کال په جوزا میاشت کې د کابل په درالامان کې ترسره کړې ده.